د سراج الدین حقاني شل کلن یاور او ملګری: په زور حکومت نه کیږي او نه په زور زړونه ګټل کیږي

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر شل کلن همکار او د دې ډلې د منبع الـجـهاد سټوډیو مسوول عبدالله ریحان وايي، حکومت په زور نه کیږي او زړونه هم په زور نه خپلیږي. نوموړی وايي، چې پر نورو بیرغونو د خلکو مینېدل په دې معنا نه دي، چې هغوی خاینان دي.

عبدالله ریحان د چارشنبې په ورځ پر خپل اېکس لیکلي، چې طالبان باید په وړو کارونو کې ښکیل نه شي او خلک پریږدي چې خپله قضاوت وکړي.

هغه د ملي بیرغ د ورځې په تړاو یادونه کړې، چې له نورو بیرغونو سره د خلکو مینه په دې معنا نه ده، چې هغوی خاینان دي، بلکې ښايي لامل یې دا وي، چې طالبانو لا هم خلکو ته خپله رښتینولي، قرباني او کار هغسې نه وي ثابت کړي، چې څه ډول د خلکو او هېواد حق دی.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپل کتاب ۱۵ دقیقې کې د نوموړي په اړه ویلي، چې « عبدالله ریحان د خلیفه صاحب [سراج الدین حقاني] فدايي ملګری او د منبع الجهاد سټوډیو مسوول دی. د ریحان په لاس جوړ شوي جهادي فلمونه خصوصا «د غازیانو کاروان» او «بدري لښکر» به د رسنیو سرخط ګرځېدلي وو».

عبدالله ریحان په خپل یادښت کې ویلي، چې « دلته له تیرې یوې پیړی راهیسې خلکو کار کړی، زیار یې ایستلی او کلونه کلونه یې خواري کړې اودا هر څه په څلورو کلونو کې نه مدریت کیږي».

د حقاني شبکې دغه ملاتړی او تبلیغاتي مسوول، چې اوس ددې ډلې له جلال بنسټ سره نږدې اړیکې لري، وايي، ده ته دا مهمه نه ده چې څوک د کوم بیرغ او ولې پلوی دی.

هغه د پوښتنې په ډول ویلي، « زه څنګه کولای شم د سپین بیرغ معنا او د حق او انصاف پیغام د هر انسان زړه ته ورسوم، څنګه کولی شم چې ددې بیرغ ترسیوري لاندې ټوک ټوک ملت او لویدلی افغانستان راپورته کړم. دا یواځې د شعار خبره نه ده، دا د عمل، قرباني، زغم او ویښ فکر تقاضا ده».

نوموړی وايي، چې کله طالبان خپله ګروهه د عمل په ډګر کې ثابته کړي او ملت پخلا کړي، افغانستان به بیا نه لویږي او ولس به نه ویشل کیږي.

عبدالله ریحان طالبان هڅولي، چې له هرې ورځې، هرې تیروتنې او هرې تجربې زده کړه وکړي.

نور خبرونه

رادیو