د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال بهرنیو هېوادونو ته د افغان ماهرو او مسلکي کارګرانو د لېږلو پروسې د پیل پرمهال وویل چې د بې کارۍ کچې د کمولو لپاره هڅې کوي.
په یوه تازه تړون کې د طالبانو او قطر ترمنځ د ۲۰۰۰ ماهرو او مسلکي افغان کارګرانو د لېږلو هوکړه شوې ده.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن دوشنبه، د زمري ۶مه، په کابل کې بهرنیو هېوادونو ته په قانوني توګه د افغان ماهرو او مسلکي کارګرانو د لېږلو پروسې د پيل په مراسمو کې وویل، چې دغه پروسه د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښهوالي او بېکارۍ کچې په راټیټولو کې اغیزناکه ده.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې غونډه کې وویل، چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې هڅه کړې څو د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جذب او له نورو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا له لارې په هېواد کې کاري فرصتونه ایجاد کړي.
برادر زیاته کړه:«په پرمختللو هېوادونو کې د افغان کارګرانو کار کول دوی ته دا فرصت ورکوي چې نوي مهارتونه زده او له نوې ټکنالوژۍ سره بلد شي او هېواد ته له راتګ وروسته یې د هېواد په ګټه وکاروي.»
برادر له قطر هېواد څخه هم مننه وکړه چې په دې برخه کې يې همکاري وکړه او افغان کارګران قبلوي.
طالبان همدراز وايي چې سبا ورځ د زمري میاشتې پر اوومه نېټه به په مختلفو ولایتونو کې قطر ته د لېږل کېدونکو کارګرانو نوملیکنه پيل شي.
په دې غونډه کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو ویلي چې پر قطر سربېره له ایران، روسیې، متحده عربي اماراتو، عمان، تاجکستان، ترکیې، اذربایجان، سعودي عربستان او یوشمېر نورو هېوادونو سره هم د افغان کارګرانو د لېږلو په اړه خبرې دوام لري او دا پروسې د نهايي کېدو په حال کې دي.