د زیړي نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې شاوخوا یو مېلیون کسان په زیړي اخته دي

۴ ورځې مخکې

نن د (جولای ۲۸مه) د زیړي «هيپاټایټس» نړۍوالې ورځې سره سمون لري.

افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی، چې په پراخه کچه خلک یې له دغې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دي او د نارسمي شمېرو له مخې؛ څه باندې یو مېلیون کسان د «هيپاټایټس» یا زیړۍ ناروغۍ په بېلابېلو ډولونو اخته دي.

د دغې ورځې د نمانځلو موخه هم د زیړي ناروغۍ مخنیوي او درملنې ته لا پاملرنه ښوول شوې ده.

دغه ناروغي هر کال په نړۍ د مېلیونونو خلکو ژوند اخلي او د روغتیايي بنسټونو د وروستیو معلوماتو پربنسټ دا مهال د زیړي ناروغانو کچه په نړۍ کې مخ پر زیاتېدو ده.

ژیړی یو ډول وېروسي ناروغي ده، چې د یو ډول ځانګړي وایرس له لارې انسانان پرې اخته کېږي.

د روغتیايي چارو پوهان وايي، زیړی پنځه ډولونه لري؛ خو تر ټولو سخت او وژونکی هغه یې (بي) ډوله یا تور زیړی دی چې د انسان پر ینه اغېز کوي.

د روغتیايي چارو پوه او متخصص ډاکټر بشیر نجات وايي، په افغانستان کې ډېری خلک پرته له دې چې پوه شي؛ په ژېړي اخته وي.

نوموړي افغانستان انټرنشل- پښتو ته وویل، چې خلک باید په دوامداره توګه ځانونه معاینه کړي؛ ځکه ځیني داسې کسان هم دوی ته مراجعه کوي، چې ډېره موده کېږي په زیړي اخته وي او دوی ناخبره وي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې په نړۍ کې په هرو ۳۰ ثانیو کې یو تن د زیړي ناروغۍ له کبله مري.

وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال عبدالولي حقاني ادعا کړې وه، چې د زیړي ناروغۍ کچه په افغانستان کې مخ پر کمېدو ده.

خو دغه طالب چارواکي دا خبره منلې وه، چې په افغانستان کې د زیړي ناروغۍ د تشخیص او درمنلې په برخه کې امکانات کم دي او باید لاسنیوی یې وشي.

د جولاۍ ۲۸مه هر کال په نړۍ کې د زیړي نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

(د جولای ۲۸مه) ځکه د زیړي نړۍوالې ورځې په توګه غوره شوې، چې د هیپټایټیز بي وېروس (HBV) نوښتګر او د نوبل د سولې جایزې ګټونکي ساینس‌پوه ډاکټر باروچ بلمبرګ د زېږون ورځ ده.

نور خبرونه

رادیو