سویډن د اکتوبر له لومړۍ نېټې وروسته تمدید شوي پاسپورټونه نه مني

۴ ورځې مخکې

د سویډن د کډوالو ادارې اعلان کړی، چې د اکتوبر له لومړۍ نېټې وروسته په سټیکر تمدید شوي پاسپورټونه په دغه هېواد کې نه منل کیږي. ګڼو افغانانو د جمهوري نظام له سقوط وروسته خپل پاسپورټونه تمدید کړي، چې اوس له ستونزو سره مخ دي.

د سویدن د کډوالۍ ادارې (Migrationsverket) په خپله تازه اعلامیه کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې وروسته سوېډني چارواکي نور هغه پاسپورټونه نه مني چې د اعتبار موده‌یې د مهر یا سټیکرله لارې غځول شوې وي.

دې ادارې له هغو خلکو، چې په سویډن کې دي، یا دغه هېواد ته سفر کوي او سټیکرلرونکي پاسپورټونه لري، غوښتي، چې د نویو پاسپورټونو غوښتنه وکړي.

ګڼو افغانانو د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته خپل باسپورټونه تمدید کړي دي، چې اوس د سویدن په دننه او بهر دغه هېواد ته د سفر پرمهال له ستونزو سره مخ دي.

د سویدن د کډوالو ادارې ویلي، چې د کرونا وبا پر مهال ځینې هېوادونه د نویو پاسپورتونو د جوړولو لپاره له ستونزو سره مخ وو او له همدې امله د سفارتونو له خوا د ځینو کسانو د پاسپورت د اعتبار موده د مهر یا سټیکر له لارې غځول شوې وه، خو دا یو موقتي حل و او اوس سوېډني چارواکو پرېکړه کړې چې نور به دا ډول پاسپورتونه ونه مني.

یادې ادارې زیاته کړې، چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې وروسته به دوی د تمدید شوي پاسپورت له مخې د استوګنې کارت، د استوګنې حالت، یا د استوګنې اجازه نه ور کوي او نه هم د زده کړو، لیدنې، کورني یوځایوالي یا کار لپاره په دغو پاسپورټونو اسناد ورکول کیږي.

د سویدن د کډوالو اداره دغه راز وايي، چې له دې وروسته به په تمدید شوي پاسپورت سوېډن ته ننوتل هم منع وي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، دوی د روان کال دسپتمبر تر۳۰ مې پورې تمدید شوي پاسپورتونه مني.

نور خبرونه

رادیو