طالبان وایي، موسسې دې خلکو ته بنسټیز خدمتونه وړاندې کړي

۴ ورځې مخکې

د طالبانو تر واک لاندې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې سرپرست نورالدین ترابي له موسسو غوښتي، چې خلکو ته بنسټیز کارونه وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر له مشرې سره په کتنه کې کړې دي.

دغه طالب چارواکي ویلي، دوی هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو زیانمنو کورنیو ته رسېدنه وکړي او په وخت مرستې وروسوي؛ خو موسسې دې هم خلکو ته بنسټیز کارونه وکړي.

نورالدین ترابي دارنګه د ملګرو ملتونو د اوچا دفتر له مشرې غوښتنه کړې، چې د بادغیس ولایت د درینور ولسوالۍ کې له وچکالۍ سره د مخ دوه نیم زره کورنیو لاسنیوی وکړي او د خلکو ستونزې حل کړي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې د اوچا د مشرې په حواله راغلي، چې دغه ستونزه به له ټولو موسسو سره شریکه او حل لاره به ورته ومومي.

هغې زیاته کړې، چې د تېرو کلونو پرتله یې په بودجه کې د پام وړ کمی راغلی؛ خو هڅه کوي، چې زیانمنو کورنیو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

طالبان په داسې حال کې له موسسو د بنسټیزو خدمتونو غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې د دوی له بیا واکمنېدو وروسته نړۍوالې مرستې د بام وړ کمې شوې دي چې دغې چارې د موسسې پر فعالیتونو ناوړه اغېز پرېښی او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو په وار، وار د بودجې له کښمت او نشتوالي شکایتونه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو