د تحریک انصاف ګوند ایالتي کمېټه: د پاکستان پوځ باید په ۱۵ ورځو کې له قبایلي ولسوالیو ووځي

۳ ورځې مخکې

د خیبرپښتونخوا په تیرا کې پر عامو خلکو او لاریونوالو د پاکستان د پوځ له ډزو وروسته چې په پایله کې یې ۷ کسان ووژل شول او ۲۰ نور ټپيان شول، په دغه ایالت کې د تحریک انصاف ګوندي کمېټې د پاکستان له مرکزي حکومته وغوښتل چې په ۱۵ ورځو کې له ټولو قبایلي ولسوالیو پوځ وباسي.

په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند تنظیمي کمېټې په تیرا کې پر عامو خلکو او لاریونوالو د پاکستان د پوځ د یکشنبې ورځې مخامخ ډزې او د پاکستاني ځواکونو ورته چارې په کلکه وغندلې.

د تحریک انصاف ګوند د پښتونخوا تنظیمي کمیټې په یوه پرېکړه لیک کې ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې د اوږد مهال لپاره د پوځیانو د ځای پر ځای کېدو له امله د ځایي خلکو بنسټیز حقوق تر پښو لاندې شوي او ورسره سیمه هم نا امنه شوې ده.

دغه ګوند همداراز د خیبر پښتونخوا په اسامبلې کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو ته سپارښتنه کړې چې یاد پرېکړه لیک اسامبلې ته وړاندې کړي او د تصویبېدو لپاره یې د نورو ګوندونو ملاتړ هم ترلاسه کړي.

یاد ګوند همداراز د تقاعد شویو قاضیانو او د مدني ټولنې د غړو په ګډون د یوه خپلواک کمېسیون د جوړېدو غوښتنه کړې او په وینا یې دغه کمېسیون به د تېرا پېښې په ګډون ټولې شوې پېښې په خپلواکه توګه وڅېړي او په ۳۰ ورځو کې خپل راپور اړوندو ادارو ته د نورو اقداماتو په موخه وسپاري.

د ویلو ده چې پرون په تیرا کې د پاکستان د پوځ د هاوان په ډزو کې یو ماشوم ووژل شو او ورسره جوخت د سیمې اوسېدونکو د جنازې په لېږدولو سره لاریون وکړ خو د پاکستان پوځ وروسته پر لاریونوالو مخامخ ډزې وکړې چې له امله یې ۷ لاریونوال ووژل شول او شاوخوا ۲۰ نور ټپيان شول.

د تحریک انصاف ګوند د خیبر پښتونخوا تنظیمي کمېټه داسې مهال دا پریکړه لیک صادروي، چې له دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرۍ پښتون قومي جرګې هم د پاکستان له پوځ نه غوښتي وو، چې له خیبر پښتونخوا ایالت نه ووځي.

نور خبرونه

رادیو