د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزرات خبر ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې د پاکستان او عرق له بندخونو ۲۸۷ افغان بندیان ازاد او افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه کسان د ورېښمو پُل، سپین بولدک او تورخم له لارې افغانستان ته دننه شوي دي.
نوموړي وزارت پنجشنبه (زمري ۱۰مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، چې په پاکستان کې افغان بندیانو له دوو ورځو تر درېیو میاشتو پورې په بندخونو کې تېر کړي دي. په بیان کې همداراز لیکل شوي، چې په عراق کې بندیان له دوو تر شپږو میاشتو د بند مودې تر تېرولو وروسته ازاد شوي دي.
دغه وزارت د پاکستان او عراق له بندخونو د ازادشویو افغانانو د نیولو لامل په اړه څه نه دي ويلي؛ خو تر دې مخکې پاکستاني پولیسو یو شمېر افغان کډوال د استوګنیزو اسنادو د نه لرلو له امله نیولي او بیا یې له دغه هېواده اېستلي دي.