د ههنګاو په نوم د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی، چې ایران په تېرو ۳۰ ورځو کې لږ تر لږه ۸۵ بندیان اعدام کړي، چې په کې شپږ افغانان هم شامل دي.
په راپور کې راغلي، دا اعدامونه له هغه وروسته ترسره شوي چې د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند شوی و.
په راپور کې د اعدام شویو افغانانو د هویت او د دوی د قضیو جزیات نهدي خپاره شوي.
دغه راز، د ۸۵ اعدام شویو کسانو له ډلې شپږ تنه د "اسراییل لپاره د جاسوسۍ" په تور اعدام شوي دي.
د بشري حقونو سازمانونه وايي، چې له ۲۰۲۱ ز کال وروسته یعنې له هغه مهاله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، په ایران کې د افغان بندیانو د اعدام کچه په بېسارې ډول لوړه شوې ده.
د ههنګاو د وړاندوینې د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۴۰ افغان کډوال د ایران د عدلي نظام له خوا اعدام شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نړۍوالو بشري بنسټونو د ایران له قضايي نظام څخه د شفافیت، د عادلانه محاکمو له نشتوالي او د کډوالو په ځانګړي ډول د افغانانو پر وړاندې د تعصب له امله جدي اندېښنه ښودلې ده.