د پاکستان، امریکا، قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان لوړپوړو پوځي قوماندانانو په اسلام اباد کې په یوې غونډه کې د امنیتي همکاریو د پياوړتيا، د ترهګرۍ او ګډو ګواښونو پروړاندې پر مبارزې خبرې وکړې.
د پاکستان ولسمشر د سنټکام قوماندان ته هم یو لوړ پوځي مډال ډالۍ کړ.
دغه غونډه د شنبې په ورځ (د زمري ۴مه) په اسلام اباد کې تر سره شوې ده.
د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه غونډه د سیمه ييزو امنیتي همکاريو د پراختیا، د پوځي ډيپلوماسۍ د پياوړتیا او د ګډونو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژيکو خبرو پر لور یو مهم ګام دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې غونډه د دفاعي همکاريو د پياوړتیا، د ګډو روزنيزو پروګرامونو د پراخیتا، د ترهګرۍ او نورو امنیتي ننګونو پروړاندې د تجربو د تبادلې په موخه تر سره شوې.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په خپلو خبرو کې د سولې، ثبات او په سیمه کې د رغنده تعامل لپاره د خپل هېواد پر ژمنتیا ټينګار وکړ.
عاصم منیر ویلي: «پاکستان ژمن دی، چې د خپلو شریکو هېوادونو په مرسته یو خوندي او سوکاله سیمه ییز چاپېریال جوړ کړي.»
منیر زیاته کړې: «په داسې وخت کې چې نړۍوال ګواښونه او پېچلې ګډې ننګونې پر نړۍوال امنیت اغېز کړی، د ژورې پوځي همکارۍ، ستراتېژیکو خبرو او متقابل باور پیاوړتیا اړتیا تر هر بل وخت ډېره محسوسېږي.»
د پاکستان د پوځ د خبرپانې له مخې، د غونډې ګډونوالو د سولې د ساتلو، د ملي حاکمیت درناوي او د ترهګرۍ، سایبري ناامنۍ او تاوتریخجن افراطیت په ګډون د ګډو امنیتي ګواښونو پر وړاندې پر ګډ هوډ ټينګار وکړ.
د امریکا لوړپوړي قوماندان ته پوځي مډال ورکړل شو
د همدې غونډې په څنډه کې د پاکستان ولسمشر د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مایکل کوریلا ته پوځي مډال ورکړ.
د پاکستان پوځ ویلي، چې دا نښان جنرال کوریلا ته د هغه د غوره خدمتونو په درناوي ورکړل شوی، چې د پاکستان او امریکا ترمنځ د دوامدارو دفاعي همکاريو په پياوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژيکو اړیکو په لوړولو کې يې مهم رول لوبولی دی.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سنټکام قومندان ته دغه نښان د رسمي مراسمو پرمهال ورکړ او د سیمي د امنیت د پياوړتیا لپاره يې د هغه د اغېزناکو هڅو قدرداني وکړه.
جنرال کوريلا د خپل سفر پر مهال د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر سره هم ولیدل او د سيمې د امنیتي وضعیت، د دوه اړخیزو پوځي همکاريو، د ترهګرۍ او نويو ګواښونو پروړاندې يې د ګدې مبارزې په اړه خبرې وکړې.