د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چې د سوریې په شمال لویدیځ ادلب ولایت کې د وسلو په یوه زېرمتون کې د پرله پسې چاودنو له امله لږ تر لږه ۱۲کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، دغه چاودنې د پنجشنبې په ورځ د ادلب ولایت په شمال کې د معرت مصرین په سیمه کې د ترکستان اسلامي ډلې (TIP)اړوند وسلو او مهماتو په یوه زېرمتون کې رامنځته شوې دي.
بشري حقونو څار بنسټ تایید کړې چې په وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.
د سوریې د روغتیا وزارت د لومړنیو شمېرو له مخې، په چاودنو کې لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۱۱۶ نور ټپیان دي، خو د بشري حقونو څار اداره وایي چې د مړو شمېر تر دې ډېر دی.
د چاودنو دقیق لامل تر دې دمه ندې روښانه شوې، خو د پېښې له ځایه خپاره شوي انځورونه ښيي چې له سیمې نه یو لوی سپین لوګی پورته شوی او ګڼ شمېر ماشومان هم ټپیان شوي دي.