د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د سې شنبې په ورځ (د زمري ۱۴مه) د ۱۲ هېوادونو له دیني عالمانو، سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونې وکړي.
نورالدین عزیزي د ترکیې، قطر، بحرین، فلسطین، یمن، عُمان، اُردن، جي بوتي، اتیوپيا، سومالیا، مالیزیا او هند سوداګرو او پانګوالو ته د افغانۍ د ثبات، د ډالر له قاچاقه او د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د بې مورده بیو له ښکته او پورته کېدو د مخنیوي، د صرافیو د فعالیتونو د قانوني کېدو او د طالب چارواکو د لګښتونو د راکمېدو په تړاو هم معلومات ورکړل.
له دې ټولو سره-سره افغانستان له ډېرې مودې راهیسې یو مصرفي او وارداتي هېواد دی او د جمهوري نظام له رانسکورېدو وروسته له افغانستان سره ډېرې مرستې بندې شوې او زیاتره پانګوالو هم له افغانستانه خپلې پانګې اېستلي دي.