له خوست نه سیمهییزې سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په نادرشاهکوټ ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. دا پېښه د المرې کلي په کنډو سیمه کې شوې ده.
ورته مهال په ننګرهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلوېزیون په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې خبر ورکړی دی. په دغه پېښه کې یو کس مړ شوی دی.
پېښه د مهمند درې ولسوالۍ په «ګردې غوث» سیمه کې شوې ده.