د کمبوډیا په پلازمېنه پنومپن کې د تایلنډ سفارت له خپلو وګړو غوښتي، چې سملاسي له دغه هېواده ووځي. دغه غوښتنه داسې مهال کېږي، چې څو ساعته مخکې د تایلنډ او کمبوډیا پوځي ځواکونو د یوې جنجالي سرحدي سیمې پر سر نښته وکړه.
د نړۍوالو رسنیو راپورونه ښيي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي سیمې پر سر تاوتریخوالی ډېر شوی. تر اوسه د تلفاتو یا په سیمه کې د امنیتي وضعیت په اړه نور جزییات نشته.