سعودي عربستان د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په سوریه کې به ۶،۴ میلیارد ډالره پانګونه وکړي. د سعودي د پانګونې وزیر خالد الفالح دا اعلان د دمشق په یوه اقتصادي فورم کې وکړ او ویې ویل چې سفر یې د ولیعهد محمد بن سلمان په امر ترسره شوی.
په دې پانګونه کې شاوخوا ۲،۹۳میلیارد ډالر به د زیربناوو پر پروژو ولګول شي او نږدې ۱،۷ میلیارد ډالر به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سکتور ته ځانګړي شي.
د فالح په وینا، د کنفرانس په جریان کې به ۴۷ تړونونه لاسلیک شي او له ۱۰۰زیات شرکتونه به پکې برخه واخلي.
په دې پانګونه کې د سعودي مخابراتي شرکتونه اېس ټي سي، ګو ټیلیکام، د سایبري امنیت شرکت سیپر او د زدهکړو ټکنالوژۍ شرکت کلاسیرا شامل دي. همداراز، د کنفرانس پر مهال د سعودي ـ سوریایي سوداګریزې شورا اعلان هم وشو.
د رویټرز د رپوټ له مخې، په دې اقتصادي پریکړې سره سعودي عربستان یو ځل بیا له سوریې سره خپلې ژورې اړیکې څرګندې کړې او هڅه کوي د احمد الشراع حکومت ته چې د بشارالاسد له پرځېدو وروسته واک ته رسېدلی، سیاسي او مالي مشروعیت ورکړي.
په وروستیو میاشتو کې قطر هم له سوریې سره د ۷ میلیارد ډالرو د برېښنا پروژه لاسلیک کړې او د اماراتو بندري شرکت د ۸۰۰ میلیونه ډالرو تړون ورسره کړی. امریکا هم د سوریې د انرژۍ سکتور لپاره یو پراخ ماستر پلان چمتو کوي.