عراقچي: زموږ دریځ روښانه دی، د یورانیمو غني‌کولو ته دوام ورکوو

AP ۱۴۰۴ زمری ۲

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې په ورځ په استانبول ښار کې له درېیو اروپايي هېوادونو سره د خبرو اترو په اړه وویل: «سبا ته خبرې اترې د پخوانیو خبرو دوام دی او نړۍ باید وپوهېږي چې زموږ دریځ روښانه دی او هېڅ بدلون پکې نه‌دی راغلی.»

عباس عراقچي زیاته کړه: «زموږ د یورانیمو غني‌کول به دوام ولري او د ایران د خلکو له حقه به هېڅکله تېر نه شو.»
دا په داسې حال کې ده، چې هغه څو ورځې وړاندې هم د امریکا دا غوښتنه رد کړه، چې ایران دې د یورانیمو له غني‌ کولو لاس واخلي.
هغه ویلي، چې د امریکا وروستيو بریدونو د ایران اټومي تاسیساتو ته جدي او پراخ زیانونه اړولي، خو سره له دې یې ټینګار کړی چې دا پروګرام به ونه درېږي.
د ایران او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه اختلافات لا هم نه دي هوار شوي او د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې له اوږد ځنډ وروسته یو ځل بیا روانې دي.

نور خبرونه

رادیو