د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، نن یې د طالبانو له سفیر سردار احمد شکیب سره لیدلي دي.
صادق وايي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د راتلونکو لوړپوړو سفرونو او وروستیو پرمختګونو په اړه بحث شوی دی.
دغه لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې کابل او اسلاماباد د سیاسي او امنیتي اړیکو د ښهوالي هڅې کوي.