طالبان د ابونصر فراهي بندر د ودې لپاره ۴ زره جریبه ځمکه ځانګړې کوي

AP ۱۴۰۴ زمری ۱

طالبانو ویلي، چې د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د فراه ولایت د ابونصر فراهي بندر د پراختیا او په بندر کې د نویو تاسیساتو په اړه د ۴۰۰۰ جریبه ځمکې د ځانګړې کولو پرېکړه کړې ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د چهار شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دې ډلې اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د فراه ولایت د ابونصر فراهي بندر د تاسیساتو جوړولو او د موټرونو د تخلیې او بارګیرۍ لپاره د ۴۰۰۰ جریبه ځمکې د انتقال او د دغه بندر د پراختیا پر موضوع بحث شوی.

د طالبانو په وینا، په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې د کور او ښار جوړولو وزارت دې د یاد بندر د پراختیا لپاره د ۴۰۰۰ جریبه ځمکې د ځانګړي کولو نقشه او ډیزاین چمتو کړي او د پلي کېدو لپاره یې اړوندو ادارو ته وسپاري.

د فراه ولایت د ابونصر فراهي بندر له ایران سره پر پوله د افغانستان یو له مهمو بندرونو له ډلو څخه شمېرل کیږي.

دغه بندر وړاندې یوازې له ایران څخه افغانستان ته د وارداتو په موخه کارول کیدی، خو اوس د مهمو ترانزیټي سوداګریزو لارو په توګه ترې استفاده کیږي.

نور خبرونه

رادیو