رويټرز راپور ورکړی، چې جرمني د نوې دورې جګړې لپاره په پرمختللو وسایلو کار کوي، چې پکې جاسوسي حشرات، مصنوعي ځیرکتیا لرونکي روبوټونه او پرمختللي ډرونونه شامل دي.
د روسیې او اوکراین تر جګړې وروسته، جرمني خپله دفاعي پانګونه څو برابره زیاته کړې ده.
د جرمني د های ټیک دفاعي شرکت «هیلزینګ» شریک بنسټګر ګونډبرټ شیرف وايي، د روسیې له «یرغل» وروسته هر څه بدل شول.
هغه چې څلور کاله مخکې یې د جګړې لپاره د برید کوونکو ډرونونو او د جګړې د مصنوعي ځیرکتیا سیسټمونو پر تولید پیل کړی و، په لومړیو کې د پانګونې د جلب ستونزې درلودې، خو اوس یې شرکت تېره میاشت په یوه نوې پانګونه کې خپل ارزښت ۱۲ میلیارده ډالرو ته لوړ کړ.
راپورونه وايي چې د جرمني حکومت د دفاعي ټېکنالوژۍ د ودې لپاره د نوي پلان پر لور روان دی، چې له مخې به یې کوچني شرکتونه هم له لویو لکه «راین میټال» سره یوځای د مشورو ورکولو چانس ولري. همداراز، د وسلو د تدارکاتو لپاره به نوی «چټک میکانیزم» رامنځته شي، څو د بیروکراټیکو خنډونو مخه ونیول شي.
جرمني اوس د اروپا په کچه تر ټولو ارزښتناکه دفاعي ټېکنالوژۍ دوه پروژې لري او چارواکي وايي، چې راتلونکې جګړې به د ډیجیټلي وسایلو او مصنوعي ځیرکتیا پر محور ولاړې وي.