وال سټریټ ژورنال: د ټرمپ نوم د ایپسټین په دوسیه کې راغلی، خو سپینه ماڼۍ یې ردوي

AP ۱۴۰۴ زمری ۱

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوم د جفري ایپسټین اړونده اسنادو کې شامل دی، خو سپینې ماڼۍ دغه راپور جعلي خبر بللی دی.

ایپسټین هغه میلیاردر و، چې د جنسي ځورونې په قضیو کې محکوم شوی و او وروسته په زندان کې مړ شو.

د راپور له مخې، د امریکا لویه څارنواله پام بانډي د ۲۰۱۹ کال په مې میاشت کې ټرمپ ته ویلي و، چې نوم یې د عدلیې وزارت په هغو اسنادو کې راغلی، چې د جفري ایپسټین د دوسیې سره تړاو لري.

وال سټریټ ژورنال د لوړپوړو چارواکو له قوله لیکلي، چې د ټرمپ اداره د دې دوسیې اړوند د تفتیش خبرو اترو او د اسنادو خپرولو غوښتنه کړې وه، په داسې حال کې چې د ټرمپ سیاسي ملاتړي د ایپسټین قضیې په اړه د لا زیاتو معلوماتو غوښتنه کوي.
له دې سره سره، سپینې ماڼۍ دغه راپور په کلکه رد کړی او هغه یې جعلي خبر بللی دی.
قاضي هم د فلوریډا د ایپسټین اړوند پلټنې اسنادو خپرولو غوښتنه رد کړې ده.

نور خبرونه

رادیو