@ACB

د کرکټ په شپږیزه لیګ کې مس عینک امو نهنګانو ته ماته ورکړه

۲۲ ساعتونه مخکې

په کابل کې د شپږیزه کریکټ لیګ په لسم پړاو سیالیو کې مس عینک لوبډلې د ۵ وېکټو په توپیر امو نهنګانو ته ماته ورکړه.

دغه سییالۍ نن په کابل کې پيل شوه او امو نهنګانو لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۲ منډې جوړې کړې او مس عینک لوبډلې ته یې د ۱۶۳ منډو هدف وټاکه.

په دویمه پاڼۍ کې مس عینک لوبډلې په اتلسم اور کې یاد شوی هدف ترلاسه کړ او لوبه یې هم د پنځو وېکټو په توپیر وګټله او په دغه لیګ کې یې خپله درېیمه بریا خپله کړه.

د مس عینک اتلانو په ګټه نوید ځدراڼ ۴، خلیل ګربز ۳ او مجیب الرحمن ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

نور خبرونه

رادیو