طالبان: ایران باید افغانان په درناوي او تدریجي توګه راستانه کړي

۱۹ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو کمېسیون ویلي، چې د ایران له لوري د کډوالو د اېستلو روانې څپې له کبله افغانستان کې بشري ناورین ډېرېدای شي او باید د نړۍوالو اصولو له مخې دغه بهیر په باعزته او تدریجي توګه روان وساتل شي.

د یاد کمېسیون ویاند احمد الله متقي په یوه غږیز پېغام کې زیاته کړې: «کوم اعلان چې چارواکو کړی او خاص ضرب الاجل یې ټاکلی، اول خو دا موده باید زیاته شي؛ څو بشري ناورین رامنځته شي».

د هغه په وینا، د ملا هبت الله په لارښوونه د دغه ډلې د هرات والي ایران ته تللی او هلته به د کډوالو د روان بهیر په تړاو له ایراني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

د متقي په خبره؛ له ایرانه په زوره د ستنېدونکو کډوالو د اېستلو لړۍ لا هم روانه ده او ځینې جنازې هم له ایران څخه ستنې شوې دي.

هغه وویل: «په تېرو ۲۸ورځو کې ټول ۶۸۴زره مهاجرین افغانستان ته راستانه شوي دي».

د ایران او اسراییل ترمنځ تر اوربند وروسته تهران د افغانانو پر اېستلو لاس پورې کړ او ان افغانان یې د زندانونو تر څنګ له سختو شکنجو سره هم مخ کړل. یو شمېر افغانان بیا د ایراني ځواکونو له لوري د سختو وهلو ډبولو له امله مړه شوي هم دي.

د تهران دغه اقدام نه یوازې د طالبانو؛ بلکې د مخکیني جمهوري نظام د ولسمشر محمد اشرف غني په ګدون یې د پخوانیو لوړپوړو چارواکو سخت غبرګونونه راوپارول.

محمد اشرف غني خبرداری ورکړی، چې ایران او پاکستان نور له کډوالو څخه ګتې لاسته نه‌شي راوړی او له همدې امله نور نه غواړي افغانان خپل هېواد کې وساتي.

هغه اټکل کړی و، چې ښايي تر ۶مېلیونو پورې افغانان په دغه څپه کې افغانستان ته ستانه کړای شي.

هم‌مهاله د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له سخت اقتصادي کړکېچ، انساني ناورین، لوږې او د بې روزګارۍ له څپو سره مخ دی. بشري سازمانونه اندېښنه لري، چې د دغو کډوالو په ستنېدو سره به په افغانستان کې روان ناورین لا پسې پراخ شي.

د سرپناوو نشتوالی، بې روزګاري، خپلو حقونو ته د نجونو او ښځو نه لاسرسی او د طالبانو ګڼ نور بندیزونه د نورو افغانانو په څېر د دغو تازه ستنېدونکو پر وړاندې هم لویې ننګوونې بلل شوې دي.

نور خبرونه

رادیو