ملګري ملتونه وایي، که د افغان کډوالو جبري ستنول ژر ونه درول شي، نو دا به د بشري حقونو ژور کړکېچ لا پسې زیات کړي او لسګونه زره افغانان به له جدي ګواښ سره مخ کړي.
یادې څرګندونې تر هغه وروسته شوي، چې جرمني ۸۱ افغانان، چې ویل کېږي ټول یې مجرمین وو، له دې هېواده اېستلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دا له جرمني څخه افغانستان ته د افغانانو د اېستلو دویم پړاو بلل کېږي.
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاندې روینه شامداساني د ژنیو په یوې خبري غونډه کې وویل: «په جبري ډول د افغانانو اېستل د بشري حقونو د یوې پېچلې او ژورې ستونزې لامل ګرځي.»
هغې د نړۍ پر هېوادونو غږ وکړ، چې د نه اېستلو اصل ته درناوی ولري؛ دا اصل د نړۍوالو قوانینو یوه بنسټیزه ماده ده، چې اجازه نه ورکوي یو کس هغه هېواد ته بېرته واستول شي، چې هلته له شکنجې، بند یا ځورونې سره مخ کېدلی شي.
شامداساني ټينګار وکړ: «دا اصل حتی د هغو کسانو په اړه هم پلي کېږي چې جرمونه یې کړي وي.»
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېرو لوېدیځو هېوادونو افغانستان ته د کډوالو ستنولو لړۍ درولې وه او خپل سفارتونه یې تړلي وو، خو جرمني تېر کال د افغانانو بیا اېستل پیل کړ او د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر حکومت ۲۸ افغان مجرمین وشړل.
برلین ویلي، چې د جمعې د ورځې وروستۍ اېستنه د عامه امنیت لپاره اړینه وه، خو ملګري ملتونه ټينګار کوي چې دا ډول اقدامات هغه کسان له سخت ګواښ سره مخ کوي چې له مخکې یې ژوند ګواښل شوی دی.
دا خبرداری داسې مهال ورکړل شوی، چې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو لهخوا د اېستل شویو افغانانو له پراخ بهیر سره مخ دی. یوازې له جنورۍ میاشتې راهیسې له ایران او پاکستان څخه تر له ۱.۹ میلیونه ډېر افغانان په جبري ډول اېستل شوي دي.
شامداساني وویل، یوازې ایران په تېرو څو اوونیو کې نږدې ۵۰۰ زره کسان اېستلي او د ملګرو ملتونو اټکل دا دی، چې د کال تر پایه پورې به دا شمېره تر ۳ میلیونو ورسېږي، چې د بحران ځپلي افغانستان د ظرفيت نه پورته بوج دی.
هغې وویل: «اوسنی افغانستان د بشري حقونو ژور ناورین سره لاس او ګرېوان دی. هغه کسان چې بېرته ستنیږي، که په خپله خوښه وي او که د زور له مخې، نو یو داسې هېواد ته راځي چې د ژوند د ابتدایي اړتیاوو د برابرولو توان نه لري.»
ملګرو ملتونو یو ځل بیا له ټولو هېوادونو غوښتي، چې افغانستان ته دې د اجباري اېستلو لړۍ بنده کړي او پر ځای دې په ګډه کار وشي، څو د افغان کډوالو او پناهغوښتونکو وقار او خوندیتوب خوندي وساتل شي.