افشا شوي معلومات؛ برېټانیا ښايي افغان سرتېرو ته ۲۰زره پونډه تاوان ورکړي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۳۰

ډیلي مېل ورځپاڼې د خپلو باوري سرچینو له قوله لیکلي، برېټانیا ښايي هغو افغان سرتېرو ته ۲۰زره پونډه تاوان ورکړي چې د دغه هېواد د دفاع وزارت له لوري یې اسناد افشا شوي دي.

د برېټانیا د پخوانیو پوځیانو وزیر ال کارنز د تېرې شنبې په ورځ له یو شمېر هغو افغان سرتېرو سره کتلي، چې شخصي معلومات یې رسوا شوي دي. دا ناسته په برمهنګم کې د ټرېپلز په نوم د یوې ډلې له لوري جوړه شوې وه. ټرېپلز د مخکنیو ځانګړو افغان ځواکونو یوه عملیاتي قطعه وه.

د حقوقي سرچینو په وینا؛ د برېټانیا د دفاع وزارت مشران غواړي چې له دې ډلې سره د محکمې له اجراتو دباندې یوه پرېکړه وکړي؛ څو د قانوني ادارو یا شرکتونو له ښکېلتیا پرته افغان ځواکونو ته تاوان ورکړل شي.

راپورونه ښيي، چې ښايي د برېټانیا دولت له هر افغان سرتېري سره چې اسناد یې افشا شوي؛ شاوخوا شل زره پونډه مستقیمه مرسته وکړي.

کارنز چې پخوا یې د برېټانیا د شاهي سمندري ځواکونو د افسر په توګه له ځینو یادو افغان سرتېرو سره په افغانستان کې په ګډه دنده ترسره کړې، وویل: «د خپلو افغان ملګرو سره ناستې او خبرو خوند وکړ».

نوموړي زیاته کړه: «موږ د دوی د اوسني ژوند، رواني روغتیا او تر ټولو مهمه دا چې د دوی د لېوالتیا له مخې پر بېلابېلو بڼو د راتلونکي خدمت په تړاو خبرې وکړې».

د برېټانیا دولتي چارواکو ویلي، هڅه کوي د دغه افشا شوي وضعیت لګښتونه د سختو تګلارو له لارې راکم کړي.

تر دې وړاندې، د برېتانیا حکومت د افغانانو د ملاتړ د پروګرامونو لپاره شاوخوا اووه میلیارده پونډه بودجه منظور کړې وه.

له بل پلوه، په منچسټر کې مېشت د حقوقي خدماتو یوه اداره «بارینگز لا» باور لري، چې دوی کولای شي خپلو موکلینو ته تر شلو زرو پونډو ډېر تاوان هم ترلاسه کړي.

د دې حقوقي شرکت د یو وکیل عدنان مالک په وینا؛ حکومت ادعا کوي، چې د تاوان ورکولو نیت نه لري؛ خو د پردې تر شا یوه پټه هوکړه غواړي.

د برېټانیا د دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې وایي: «د کډوالۍ پروګرام په چوکاټ کې موږ لا هم له هغو زړورو افغانانو سره ژمنتیا لرو، چې د برېټانیا له ماموریت سره یې مرسته کړې. سره له دې چې نه شو کولای یو دقیق مهالوېش وړاندې کړو؛ خو د ټرېپلز ډلې د غړو وضعیت لا هم زموږ د لومړیتوبونو له جملې دی».

نور خبرونه

رادیو