په ننګرهار کې د طالبانو والي ملا محمد نعیم اخوند ویلي چې دا ډله له پاکستان نه د ستنېدونکو کډوالو حقوقي ملاتړ، ټولنیز ادغام او بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو ته ژمنه ده. هغه دا څرګندونې په تورخم ښارګوټي کې د کډوالو له یوه پنډغالي نه د لیدنې پر مهال کړې دي.
د طالبانو ولایت مقام شنبه (چنګاښ ۲۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړي هېواد ته د ستنېدونکو کډوالو د وضعیت او ورته وړاندې کېدونکو خدمتونو څخه هم څارنه کړې ده. په تورخم کې د ستنېدونکو کډوالو د موقتي مېشتېدنې اړوند پنډغالي طالب مسوول ملا هاشم میوندوال په وینا، هلته یې د ثبت، استوګنې او روغتیایي خدمتونو اسانتیاوې چمتو کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان نه تازه ستنو شویو کسانو څو څو ځله شکایتونه کړي چې په یاد پنډغالي کې ورته هغه ډول چې په کار ده خدمتونه نه وړاندې کېږي او ان د څښاک پاکو اوبو د کموالي ستونزې سره هم مخ شوي دي.
له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو د اېستل کېدو لړۍ په دې وروستیو کې په بېسارې ډول چټکه شوې او طالبان په افغانستان کې د دغې څپې په ښه مدیریت کې پاتې راغلي دي. د سرپناوو نشتوالی، بېروزګاري او د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته نه لاسرسی یې پر وړاندې لویې ننګوونې دي.
له یادو دواړو ګاونډیو هېوادونو نه اېستل کېدونکو افغانانو شکایتونه کړي چې د ستنېدو پرمهال یې شتمنۍ، جایدادونه او روزګار په دغو هېوادونو کې پاتې شوي او د خوندیتوب تضمینونه هم نه دي ورکړل شوي.
که څه هم طالبانو د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت سره په دې تړاو د ګډې همکارۍ یادونه کړې وه او له خلکو یې غوښتي وو چې د خپلو شتمنیو د خوندیتوب لپاره دې په اسلاماباد کې د دغې ډلې له سفارت سره په اړیکو کې شي، خو راپورونو څرګنده کړې چې دغو خبرتیاوو یوازې تبلیغاتي بڼه لرله.
هممهاله د بشري مرستو یو شمېر همغږې کوونکې ادارې او د ملګرو ملتونو سازمان اندېښنه څرګنده کړې چې د تازه ستنېدونکو روانې څپې به په افغانستان کې حاکمه لوږه او بشري ناورین لا پسې پراخ کړي. طالبان چې د همدې حالت زېږوونکې ډله بلل شوې، دا وس یې له لاسه ورکړی چې تازه ستنېدونکو ته سم خدمتونه وړاندې کړي.