مارکو روبیو وايي، د دمشق حکومت په سوریه کې د جنایتونو د پای ته رسېدو مسوولیت لري

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۹

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سوریې په سوېل کې د وروستیو تاوتریخوالو په اړه ویلي چې د امریکا متحده‌ایالات په تېرو درېیو ورځو کې له اسراییل، اردن او دمشق له چارواکو سره په همغږۍ د دې «وېرونکې او خطرناکې» سیمې د بدلون اړه فعال رول لوبولی دی.

مارکو روبیو زیاته کړې چې باید د سوریې حکومت د دې جنایتونو عاملان قانون ته وسپاري، ان دا که دا جنایتکاران د دوی په خپلو پوځي لیکو کې هم وي. د هغه په وینا، پر بې‌ګناه خلکو جنسي تېری او وحشیانه وژنه اوس هم دوام لري او باید پای ته ورسېږي.

نور خبرونه

رادیو