په امریکا کې پراخ اور ډېره ځنګلي سيمه سوځولې

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۹

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، په اوریګن ایالت کې د بادونو او وچې هوا له امله اور بل شوی چې په پایله کې تر ۹۵ زره جریبه ډېره سیمه کې خپور شوی دی. د اټکل له‌مخې، د روانې اوونۍ په پای کې هوا مناسبه کېږي او ښايي د اور د پراخېدو مخه ونیول شي.

په دې ځنګلي اورلګېدنه کې تر ۶۵۰ ډېر کورونه او ودانۍ د سوځېدو له ګواښ سره مخ دي. همداراز تر دې مهاله څلور کورونه او دوې نورې ودانۍ سوځېدلي دي.

دا اور تېره یکشبنه د ویلوډیل ښارګوټي ته څېرمه بل شوی چې له پورټلېنډ ښار نه ۱۳۵ میله لرې دی. د اوریګن والي ټینا کوټیک دا اور خطرناک بللی او بېړنی حالت یې اعلان کړی دی.

اوروژونکې ډلې تر ډېره حده د اوچوکو ملي ځنګل ته د اور پراخېدو مخه نیولې او د جمعې پر ورځ یوازې یو زرو او ۴۷۶ جریبه نوې سیمه سوځېدلې ده.

نور خبرونه

رادیو