د هند یوه ګوند د ټرمپ د وروستو څرګندونو په اړه له نریندرا مودي د سپیناوي غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۹

د هند د کانګرس ګوند وايي چې د دغه هېواد لومړی وزیر نریندرا مودي باید امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه وضاحت ورکړي. ټرمپ څو ورځې مخکې ویلي و چې د هند او پاکستان په جګړه کې پنځه جېټ الوتکي نسکورې شوې دي.

د انډين اېکسپریس ورځپاڼې شنبه (چنګاښ ۲۸مه) د هندوستان په پارلمان کې د مخالفې ډلې مشر راهول ګاندي په حواله راپور ورکړی چې د مودي چوپتیا د پوښتنې وړ ده او له هغه نه یې غوښتي چې پارلمان ته ورشي څو د هندوستان او پاکستان د جګړې په تړاو د ډونالډ ټرمپ د وروستیو خبرو سپيناوی وکړي.

راهول ګاندي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «مودي جي ملت د معلوماتو غوښتلو حق لري. د پنځو جیټ الوتکو حقیقت څه دی؟ د هندوستان او پاکستان تر منځ اوربند کې د امریکا رول څه و؟»

بل‌خوا، د هندوستان حکومت تل ټینګار کړی چې هېواد یې د پاکستان له پوځ سره د مستقیمو خبرو له لارې اوربند کړی او د امریکا حکومت د دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ منځګړيتوب نه دی کړی.

نور خبرونه

رادیو