د لندن پولیسو د لاریون پر مهال د فلسطین اکشن ډلې ۵۵ غړي نیولي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۹

د لندن پولیسو د فلسطین اکشن ناقانونه ډلې ۵۵ غړي داسې مهال ونیول چې د پارلمان مخې ته یې په لاریون لاس پورې کړ.

د دې ناقانونه ډلې لاریون‌کوونکو تور او سپين دسمالونه پر سرونو تړلي او په لاسونو کې یې لیکلي شعارونه نیولي وو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د فلسطین اکشن ډله د پولیسو دا اقدام استبدادي بولي او وايي چې په دې اړه به د لندن مرافعې محکمې ته غوښتنلیک ورکړي.

فلسطین اکشن ډله په لندن کې پر غزه د اسراييل له بریدونو راهیسې تر دې مهاله څو منظم لاریونونه کړي دي. دا ډله په انګلستان کې ناقانونه بلل کېږي او غړیتوب یې ۱۴ کاله بند سزا لري.

نور خبرونه

رادیو