د اسراییل صدراعظم د کولمو د پړسوب له امله ناروغ شوی

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۹

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د فاسدو خوړو له امله د کولمو د پړسوب په ناروغۍ اخته شوی او دفتر یې وايي، چې درې ورځې به له کوره خپلې چارې پرمخ وړي. د نوموړي معالج ډاکټر وايي، چې نتنیاهو ته د بدن د اوبو د کمښت له امله د رګ له لارې اوبه ورکول کېږي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو، چې نن سهار، د چنګاښ پر ۲۹مه یې د وزیرانو اونیزه غونډه کې ګډون نه و کړی، مسموم شوی او درې ورځې به له کوره د دولت چارې پرمخ وړي.

د اسراییل د صدراعظم دفتر وایي چې نتنیاهو تېره شپه ناروغ شوی و. ډاکتر الون هرشکو، چې د هداسه پوهنتون روغتون د داخله طب رییس دی، د هغه د معاینې پر مهال وویل چې صدراعظم د فاسدو خوړو د خوړلو له امله د کولمو التهاب لري.

اسراییل ټایمز د هغه د معالج له خولې وايي، چې د صدراعظم وضعیت اوس ښه ښودل شوی، خو د بدن د اوبو د کمښت له امله ورته د رګ له لارې اوبه ورکول کېږي.

د نتنیاهو دفتر ویلي: « د ډاکترانو د سپارښتنې له مخې، صدراعظم به راتلونکې درې ورځې استراحت کوي او دولتي چارې به له کوره پر مخ وړي».

نتنیاهو، چې اوس ۷۵ کلن دی، په وروستیو کلونو کې له یو شمېر روغتیايي ستونزو سره مخ شوی.

په ۲۰۲۳ کې د زړه د لنډمهالي بندښت له امله روغتون ته لاړ او مخکې تر هغې د بدن د اوبو کمښت له امله روغتون ته وړل شوی و. په ۲۰۲۴ کې یې د چوره توب عملیات درلودل او څو ورځې یې د انفلونزا له امله کار پرېښی و.

نور خبرونه

رادیو