د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ پر خپله ټولنیزه شبکه ولیکل، چې د هغو افغانانو د ژغورنې سملاسي چارې پیلوي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان نه وتلي او په متحده عربي اماراتو کې بند پاتې دي. ټرمپ وايي، « زه به هڅه وکړم چې ویې وژغورم، همدا اوس یې پیلوم».
د امریکا ولمسشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۲۹مه پر خپله ټولنیزه پاڼه ټروت ولیکل په متحده عرب اماراتو کې د بند پاتې افغانانو د ژغورنې لپاره همدا اوس لاس په کار کیږي.
ټرمپ دا څرګندونې له هغې وروسته وکړې چې د "Just the News" په نوم یوې خبري سرچینې خبر ورکړی چې د اماراتو چارواکي غواړي یو شمېر افغان کډوال طالبانو ته وسپاري.
متحده عربي امارات، چې د امریکا نږدې امنیتي ملګری هېواد بلل کېږي، په ۲۰۲۱میلادي کال کې له کابل څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال زرګونه افغانان موقتي و منل.
د امریکا له حکومت سره د همکارۍ له امله دغو کسانو ته د طالبانو له وېرې پناه ورکړل شوې وه.
څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ له متحده عربي اماراتو څخه له ګواښ سره مخ افغانانو د بېرته ستنولو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
د راپورونو له مخې، سلګونه افغان کورنۍ چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکا او نورو هېوادونو کې د ځای پر ځای کولو په موخه په عربي متحده اماراتو کې ځای پر ځای شوې، له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.