پاکستانی سیاستوال اختر مېنګل له پاکستان څخه بهر سفر کولو نه منع شوی

۶ ساعتونه مخکې

د پاکستان د پارلمان غړی او د بلوچستان د ملي ګوند مشر اختر مېنګل وايي، غوښتل یې د کوټې له هوايي ډګر څخه دوبۍ ته سفر وکړي، خو په هوايي ډګر کې ورته ویل شوي، چې نوم یې د «لنډمهالي ملي پیژندپاڼې نوملړ» کې دی او د سفر کولو اجازه نه لري.

اختر مېنګل له نورو جزییاتو ورکولو پرته پر اېکسپاڼه دوبۍ ته د خپل سفر ټکټونه هم خپاره کړي دي.

د ملي پېژندپاڼې نوملړ (PNIL) یو لنډمهاله فهرست دی، چې حکومت یا اړوند اداره‌ یې جوړوي او هغه کسان پکې شامل وي چې د هغوی تابعیت، قانوني وضعیت، یا پېژندنه لا تر اوسه نه‌ وي بشپړ تایید شوي، یا بیاکتنه پرې روانه وي.

تر اوسه د پاکستان حکومت بهر ته د اختر مېنګل پر سفر د بندیز په اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو