طالبان: د پنجشېر په پریان ولسوالۍ کې څه باندې ۲۵۰ د زمردو کانونه تثبیت شوي دي

۶ ساعتونه مخکې

په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم مشر محمد قاسم امیري وایي، چې د دې ولایت په پریان ولسوالۍ کې څه باندې ۲۵۰ د زمردو کانونه تثبیت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د زمردو له پنځو نویو ساحو څخه د استخراج چارې هم پیل شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د امیري له قوله راپور ورکړی، چې د دغو کانونو له استخراج سره نږدې ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د راپور له مخې، تر دې دمه له ۱۷۰۰ ثبت شویو کانونو څخه له ۶۰۰ څخه ډېر د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي او شاوخوا ۱۸۰ کانونه په عملي ډول د استخراج په حال کې دي.
د یادولو ده، چې څه موده مخکې د پنجشېر سیمه ییزو چارواکو ویلي و، چې د دې ولایت ۳۰ سلنه اوسېدونکي د زمردو په استخراج بوخت دي.
له دې سره، طالبانو واک ته له رسېدو سره سم په افغانستان کې د تېلو، ګازو، ډبرو سکرو او قیمتي ډبرو د کانونو اېستلو ته پاملرنه زیاته کړې ده.
دغې ډلې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د افغانستان د بېلابېلو کانې زېرمو اېستلو قرادادونه د چین او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون کورنیو شرکتونو ته هم ورکړي دي.
اخوا، پر دې ډلې بیا دا تور هم دی چې د افغانستان د کانې زېرمو په اېستلو کې پراخ فساد کوي او کانونه هم په نامعیاري ډول سپړي.

نور خبرونه

رادیو