د ټولنیزو رسنیو پر فعالانو محدودیت؛ طالبانو دا ځل په لغمان کې یو ټیکټاکر نیولی

۷ ساعتونه مخکې

طالبانو په لغمان ولایت کې د ټیکټاک ټولنیزې رسنۍ یو افغان فعال نیولی، سر یې ور خرېیلی او اعتراف ته اړ اېستی، چې نور به په ټېکټاک کې فعالیت نه کوي. د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د نوموړي یوه ویډیو هم خپره کړې ده.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ د همت الله خوشبخت په نوم د لغمان ولات د یو اوسېدونکي ویډیو خپره کړې ده او وايي، چې نوموړي په ټېکټاک کې “غیر مناسب” فعالیت ترسره کاوه.

د طالبانو په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې د همت الله سر یې کل کړی او له نوموړي څخه ظاهرا په زور اعتراف اخلي چې نور به په ټېکټاک کې فعالیت نه ترسره کوي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت محتسبانو تردې وړاندې هم په کابل او ځینو ولایتونو کې د ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه ټېکټاک فعالان نیولي او له هغوی څخه یې په ټېکټاک کې د فعالیت نه کولو اعترافونه اخېستي دي.

نور خبرونه

رادیو