د افغان اېواک مشر: د افغانانو د ژغورنې لپاره باید احساساتي څرګندونې نه، عملي اقدامات وشي

۱۶ ساعتونه مخکې

د افغان اېواک په نوم امریکا ته د افغانانو د لېږد د یوه بنسټ مشر شان ون ډایور د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د افغان کډوالو د ژغورنې په برخه کې همغږۍ ته په اشارې سره ویلي، دا شېبه یوازې احساساتي څرګندونو ته نه، بلکې عملي اقداماتو ته اړتیا لري.

د نوموړي په وینا، ، لا هم د امریکا زرګونه افغان متحدین په بې برخلیکه وضعیت کې له ګواښ سره مخ دي.

هغه د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۹مه) په خپل اېکس کې همداراز زیاته کړې: «موږ ورسره موافق یو، دا د اقدام وخت دی. زرګونه کسان لا هم له ګواښ سره مخ دي، نه یوازې په اماراتو، بلکې په ټوله نړۍ کې.»

د افغان اېواک مشر د نړۍوالو پاملرنه د هغو افغانانو پر وضعیت راواړوله، چې د امریکا له ځواکونو سره یې اوږه په اوږه کار کړی او اوس د بېرته‌ستنېدنې له ګواښ سره مخ دي.

وان ډيور زیاته کړې: «سمدستي خوندي‌تابه او بیا مېشتېدل دې د اماراتو او قطر له کمپونو پیل شي. د اسلام‌اباد، استانبول، البانیا او نورو هغو هېوادونو افغان متحدین هم بېړني پروسس ته اړتیا لري.»
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د «Just the News» په یوه راپور کې ادعا وشوه، چې اماراتي چارواکي غواړي یو شمېر افغانان طالبانو ته وسپاري.

دا افغانان هغه کسان دي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له سقوط وروسته له افغانستان نه واېستل شول، خو تر اوسه یې د امریکا یا نورو خوندي هېوادونو ته انتقال نامعلوم پاتې دی.

ددغه افغانانو په تړاو د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ د سوشیل میډیا یوه لنډ پوسټ کې لیکلي: «زه به هڅه وکړم چې ویې وژغورم، همدا اوس یې پیلوم.»
دغه موضوع یو ځل بیا د امریکا پر پالیسي او د تخلیې پروسې د درېدلي بهیر پر وړاندې پوښتنې راپورته کړي دي.

د بشري حقونو سازمانونه او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم خبرداری ورکړی، چې یاد کسان باید هېڅکله هغو سیمو ته ستانه نه کړای شي، چېرې چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.

د افغان اېواک په نوم د فعالانو شبکه وايي، چمتو ده له هر ډول قانوني لارې دغه کسان وژغوري.

وان ډيور ویلي: «موږ چمتو یو چې مرسته وکړو. راځئ دا کار سرته ورسوو.»

له ۲۰۲۱ کال او د کابل له سقوط وروسته، زرګونه هغه افغانان چې له امریکایي ځواکونو او ادارو سره یې کار کړی و، د تخلیې پروسې له لارې متحده عربي اماراتو، قطر، البانیا، پاکستان، ترکیه او یو شمېر نورو هېوادونو ته ولېږدول شول.

دا کسان په ابتدايي توګه د لنډمهاله استوګنې په نیت وتلي وو، څو وروسته امریکا یا نورو لوېدیځو هېوادونو ته ولېږدول شي، خو ډېری یې لا هم له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو