د پاکستان د مالیې وزیر وايي، اسلام‌اباد د واشنګټن ترټولو لوی سوداګریز شریک دی

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۸

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب وايي چې پاکستان د امریکا ترټولو لوی سوداګریز شریک دی او دواړه هېوادونه غواړي خپلې دوه‌اړخیزې اړیکې یوې نوې او لوړې کچې ته ورسوي. نوموړي دا څرګندونې له امریکایي چارواکو سره تر کتنې وروسته په یوې خبري غونډه کې کړې دي.

اورنګزېب خبریالانو ته وویل: «موږ امریکا سره د سوداګرۍ او پانګونې د لا پراخولو اراده لرو. دواړه خواوې کولای شو خپلې اقتصادي اړیکې لا ژورې کړو». د پاکستان د ماليې وزیر زیاته کړې چې د امریکا له سوداګرۍ وزارت سره یې رغنده خبرې کړي او کان‌کېندنې سکټور تر څنګ د مصنوعي ځېرکتیا په برخو کې د پانګونې پر امکاناتو هم ورسره غږېدلی دی.

د اورنګزېب په خبره: «که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ لا هم پر ځینو موضوعاتو خبرې پاتې دي، خو هیله لرو چې سوداګریزې خبرې به په رغنده ډول مخته لاړې شي. ډېر ژر به د پاکستان او امریکا مشرتابه دا خبرې رسمي اعلان کړي».

نوموړي ټینګار کړی چې اسلام‌اباد او واشنګټن دواړه غواړي خپلې دوه ‌اړخیزې اړیکې یوې نوې، اغېزمن او ژور پړاو ته یوسي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې له څو ورځو راهیسې په پاکستاني رسنیو کې اسلام‌اباد ته د ډونالډ ټرمپ سفر د خبرونو توده موضوع ګرځېدلې. دغه رسنۍ وايي چې ټرمپ به د روان کال د سپټمبر پر ۱۸مه اسلام‌اباد ته سفر ورشي، خو سپینې ماڼۍ بیا د دغه سفر په تړاو څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو