انقره په سوریه کې د روان کړکېچ د ختمېدو لپاره د واشنګټن د اقداماتو غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۸

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له خپل امریکایي سیال مارکو روبیو سره په ټېلیفوني خبرو کې ویلي چې د سوریې روان کړکېچ باید په سملاسي توګه پای ته ورسېږي. رویټرز خبري اژانس د یوې سرچینې له قوله لیکلي چې انقره د سوریې په کړکېچ کې د واشنګټن رول رغنده بللی دی.

فیدان په دې ټلېفوني اړیکه کې زیاته کړې، ترکیه چمتو ده چې د سوریې کړکېچ د ختمېدو لپاره له امریکا سره همکاري وکړي او د تاوتریخوالي حل ته یوه تلپاتې ومومي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر اندېښنه ښودلې چې د اسراییل له‌خوا پر سوریه بریدونه روان وضعیت لا نور خرابولی شي. د هغه په خبره: «هر ډول تېری چې د سوریې ملي حاکمیت، یووالي او د ځمکنۍ بشپړتیا پر ضد وي،‌ د سیمې د سولې پر هڅو هم منفي اغېز کوي».

نور خبرونه

رادیو