د روسیې پارلمان یو شمېر غړو ویلي، هېواد یې هڅه کوي چې د میټا کمپنۍ د اړیکو ځانګړی «واټساپ» اپلېکېشن په دغه هېواد کې په بشپړه توګه وتړي او یو بل کورنی بدیل یې وړاندې کړي. دې سره جوخت، روسیې د واټسپ د بدیل په توګه د اړیکو لپاره د «مکس» په نوم یو بل اپلېکېشن فعال کړی.
د روسیې پارلمان د اطلاعاتي ټکنالوژۍ کمېټې مرستیال انتون ګورېلکین په ټېلېګرام کې لیکلي: «وخت یې رارسېدلی چې واټساپ نور د روسې له بازار سره د مخه ښې لپاره چمتو شي». ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره میاشت یو نوی فرمان لاسلیک کړی چې پر بنسټ به یې د حکومت لهخوا یو نوی پېغام رسوونکی اپ جوړېږي، څو له دولتي خدمتونو او څار سره همغږی وي.
په روسیه کې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د میټا شرکت اړوند فېسبوک او انسټاګرام په بشپړه توګه بند دي.