د ویتنام رسنیو راپور ورکړی، چې د ها لونګ بې په نوم سیلاني سیمه کې یوه کښتۍ اوبو کې ډوبه شوې، چې له امله یې ۱۸ کسان مړه او لسګونه نور لا هم ورک دي.
د راپورونو له مخې، په دې کښتۍ کې د عملې په ګډون ۵۳ سیلانیان چې د ویتنام د هالونګ بې په نوم سیلاني سیمې ته تللي وو، خو د ناڅاپاني زورور باران له امله یې کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوې ده.
د یادې پیښې په اړه راپورونو کې ویل شوې، چې پوله ساتو ځواکونو د کښتۍ ۱۲ سورلي ژوندي ژغورلي او د ۱۸ کسانو مړي یې له اوبو را ایستلي دي.
چارواکو د شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې په اوبو کې د ډوب شویو پاتې کسانو لټون دوام لري.