ټرمپ وايي، د هند او پاکستان په نښتو کې ښايي پنځه جنګي الوتکې غورځول شوې وي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۸

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د هند او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو کې ښايي تر پنځو پورې جنګي الوتکې نسکورې شوې وي. دا نښتې تر هغې وروسته پیل شوې چې په اپرېل میاشت کې د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کې وسله‌والو ۲۶ هندي سېلانیان ووژل.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له یو شمېر جمهوري‌غوښتونکو وکیلانو سره د ماښامنۍ پر مهال دا څرګندونې کړي دي.

هغه دا ونه ویل چې دا الوتکې د کوم هېواد وې، خو زیاته یې کړه: «حقیقت دا دی چې الوتکې له اسمانه را وغورځول شوې. پنځه، پنځه، څلور یا پنځه، خو زما په اند واقعاً پنځه الوتکې نسکورې شوې».

نور خبرونه

رادیو