طالبانو په ننګرهار کې د شاوخوا ۱۸۵۰ منو لرګيو د قاچاق مخه نیولې

۲ ورځې مخکې

طالبان وايي، د ننګرهار په جلال اباد ښار، خوږياڼو، پچيراګام،هسکې مېنې، اچين،نازيانو، سپين غر،شينوارو او دره نور ولسواليو په مربوطاتو کې شاوخوا ۱۸۵۰ منه وهلي لرګي چې په ۲۰ موټرونو کې بار وو، نیولي او د ځنګلونو د ساتنې ټولي ته یې لېږدولي دي.

د طالبانو د ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر نن شنبه (د چنګاښ ۲۸مه) په خپل اېکسپاڼه کې ددې ډلې د ننګرهار د ځنګلونو پرې کولومخنيوي ټولي قوماندان محمد نواب کوچيوال په حواله لیکلي، چې لرګي او نور توکي يې ټولي ته لېږدولي او له اصولو سره سم اجرات به تر سره شي.

په افغانستان کې د ونو وهل په داسې حال کې روان دي چې د اقلیمي بدلون او وچکالۍ د زیاتوالي له امله د زرغون چاپېریال د ساتنې لپاره د ونو کرلو او د ځنګلونو پراخولو ټینګار کېږي.

نور خبرونه

رادیو