د سوريې ځواکونه د دروزي په سیمه کې د اوربند په پلي کولو کې له ستونزو سره مخ دي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۸

د رویټرز د راپور له مخې، د سوريې حکومت هڅه کوي، چې د سوېدا په دروزي سیمه کې د اوربند پلي کولو ته لاره هواره کړي، خو د شنبې په ورځ لا هم د درنو او سپکو وسلو ډزې شوي او ښکاري چې لا هم تاوتریخوالی دوام لري.

رویټرز زیاته کړې، چې د سوېدا ښار دننه ډزې اورېدل شوي او مرمۍ د شاوخوا کلیو پر لور لګیدلي دي. خو تر اوسه د دغو ډزو له امله د کره مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دې ورکړل شوي.

د سوریې حکومت تردې وړاندې ویلي وو، چې د سوېلي سیمې لپاره یې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي او له ټولو خواوو یې غوښتي چې د نږدې یوې اونۍ جګړو وروسته دې اوربند ته درناوی وکړي.

د سوریې لنډ مهالي ولسمشر احمد الشرع ویلي و، چې د سعودي عربستان او امریکا په منځګړیتوب د اوربند لپاره مرسته کړې، خو د سوریې پر پلازمېنه دمشق باندې یې د اسراییل د هوايي برېدونو له امله نیوکه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو