پاپ لیو، د اسراییل له لومړي وزير بنیامین نتنیاهو سره په ټلیفوني اړیکه کې غوښتنه کړې، چې د سولې خبرې اترې بیا پيل کړي.
پاپ د غزې پر یوې کلیسا د اسراییل تر مرګونې برید وروسته «د مقدسو او عبادت ځایونو» د ساتنې غوښتنه کړې.
پاپ لیو، د جمعه په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) د اسراییل لومړۍ وريز نتنیاهو سره په ټلیفونې خبرو کې د عبادت ځایونو د ساتنې پر اهميت ټينګار کړی.
نوموړي په غزه کې د بشري ناورین په اړه اندېښنه ښودلې او د سمدتسي اوربند غوښتنه يې کړې.
واتیکان ویلي، چې پاپ یو ځل بیا د سولې د خبرو، اوربند او د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې او د فلسطيني سيمو د «دردناکې بشري وضعې» په اړه يې اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي ويلي: «عبادت ځایونه، مومن خلک، د فلسطین او اسراییل ټول وګړي باید خوندي وساتل شي.»
نتنیاهو هم په دې خبرو کې پر یادې پېښې خواشني ښودلې او دا يې د خپلو سرتيرو (ناپامي) ګڼلې ده.
د یادونې وړ ده، چې د غزې په هولي فاميلي( سپېڅلې کورنۍ ) کلیسا باندي د اسراييل په بريد کې درې تنه وژل شوي.