د سوریې د کړکېچ په تړاو د ملي امنیت شورا بېړنۍ ناسته کې که څه هم له اسراییل څخه په سملاسي توګه د بریدونو د درولو غوښتنه وشوه؛ خو تر غونډې څو ساعته وروسته هم راپورونه په ډاګه کوي، چې جګړه لا نه ده درېدلې او السویدا کې ۵۹۴ تنه وژل شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ راپور ورکړی، چې د السویدا ولایت په تاوتریخوالیو کې لږ تر لږه ۵۹۴ کسان وژل شوي دي. د وژل شویو یوه زیاته برخه ملکي وګړي دي.
له وژل شویو کسانو څخه ۳۰۰ تنه د دروزی قوم غړي دي او تر ۲۵۰ ډېر د سوریې دولتي ځواکونو پورې تړلي دي.
همداراز، اسراییل هم هوايي بریدونه کړي دي، چې د بنیامین نتنیاهو په وینا د دروزی اقلیت د ملاتړ لپاره ترسره شوي؛ خو په دغو بمباریو کې یو شمېر سوریایي سرتېري هم وژل شوي دي.