اروپايي ټولنې پر روسیې د نویو او سختو بندیزونه اعلان وکړ

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۷

اروپايي ټولنه غواړي پر روسیې د فشارونو د زیاتولو په موخه پر مسکو نور سخت بندیزونه هم ولګوي.

د اروپايي ټولنې په دې نویو بندیزونو کې د نورد سټریم د ګازو د پایپ لاینونو له بیا فعالېدو مخنیوی، د روسیې د نفتو د پلور کچې محدودول او د درېیمو هېوادونو پر بانکونو د بندیزونو لګول شامل دي.

د وال سټریټ ژورنال دراپور له مخې، په دې نویو بندیزونو سره به د اروپايي ټولنې او چین تر منځ اړیکې هم ترینګلې شي.

دغه بندیزونه په داسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې هوکړې په تړاو د هڅو له ناکامېدو وروسته پر کرملین د فشارونو د ډېرولو بهیر پیل کړی دی.

سپینه ماڼۍ اوس د اروپایي ټولنې لیدلوري سره نږدې ښکاري او باور لري چې کرملین د جګړې د پای ته رسولو نیت نه لري او همداراز دغه ټولنه هیله منده ده چې واشنګټن به هم ډېر ژر له دوی سره یوځای شي او پر مسکو به اقتصادي فشارونه نور هم سخت کړي.

نور خبرونه

رادیو