د امریکا یوې فدرالي محکمې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه اجرایي فرمان ځنډولی، چې موخه یې په امریکا کې د غیر قانوني کډوالو زېږېدلي ماشومان د تابعیت له حقه محروم کړي.
د دغه پرېکړې ځنډونکي قاضي لاپلانټ ویلي: « دغه اجرایي حکم د لنډمهال لپاره ځنډول شوی، څو د ټرمپ اداره وکولای شي استیناف وکړي؛ خو تر اوسه هېڅ ډول استیناف نه دی شوی، نو د محکمې دا پرېکړه د اوس وخت لپاره د عملي کېدو وړ ده.»
د امریکا د مدني ازاديو ټولنې وکیل، کوډي ووفسي، چې د اغېزمنو ماشومانو استازیتوب کوي، ویلي دي چې دا پرېکړه د هغو ماشومانو حقونه خوندي کوي چې د ټرمپ د بندیز له امله د تابعیت له حقه بېبرخې کېدل.
ووفسي زیاتوي: « دا یوه مهمه قانوني شاته تمبونه ده، ځکه چې حکومت نه د استیناف غوښتنه کړی او نه یې د بېړني اقدام هڅه کړې. نو تر اوسه دا بندیز د ټول هېواد په کچه نافذ نهدی.»
سره له دې، چې د ټرمپ اداره لا هم کولی شي د استیناف غوښتنه وکړي، یا له اړوند قاضي څخه وغواړي چې خپله پرېکړه محدوده کړي، خو تر دې دمه هېڅ اقدام نه دی شوی.
د ټرمپ دا هڅه د هغو ماشومانو پر تابعیت اغېزه لري چې مور او پلار یې په امریکا کې غیرقانوني یا لنډمهاله مېشت دي.
د امریکا د عدليې وزارت تراوسه د دې موضوع په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
بلخوا، د بوسټن په یوې محکمې کې د یوولسو ایالتونو استازو هم خپل دلایل وړاندې کړي دي.
هغوی د ټرمپ اجرایي فرمان د اساسي قانون خلاف بللی او ویلي یې دي چې دا هڅه د ایالتونو د عامه خدماتو بودیجه له خطر سره مخ کوي.
د یادو ایالتونو استازو غوښتنه کړې چې قضیه باید ژر تر ژره د امریکا تر ټولو لوړې محکمې ته ولاړه شي.