ټرمپ ځینې فدرالي کارکوونکي له سره درجه‌بندي کړل، چې ګوښه کول یې اسانه شي

۵ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د فدرالي نامسلکي کارکوونکو یوه نوې کټګوري یا درجه‌بندي رامنځته شوه؛ څو هغه کارکوونکي چې د ولسمشر لومړیتوبونه نه عملي کوي، په اسانۍ سره له دندو ګوښه کړي.

د سپینې ماڼۍ د یوې معلوماتي پاڼې له مخې؛ دغه نوې درجه‌بندي چې مهالوېش (Schedule G) نومېږي، د هغو کارکوونکو لپاره رامنځته شوې چې د پالیسۍ جوړونې په برخه کې ښکېل دي.

سپینې ماڼۍ دا نه ‌دي ویلي، چې څومره شمېر فدرالي کارکوونکي به په دې نوې درجه‌بندۍ کې شامل شي.

نور خبرونه

رادیو