د هند په ختیځ کې پرله‌پسې توپانونو او تندرونو ۳۳ کسان مړه کړي

۶ ساعتونه مخکې

د هند په ختیځو سیمو کې د موسمي توپانونو پر مهال د تندرونو لوېدو په پېښو کې لږ تر لږه ۳۳ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان دي. دغه مرګ‌ژوبله د بېهار ایالت په بېلابېلو سیمو کې د چهارشنبې او پنجشنبې ورځو په لړ کې د سختو توپانونو او تندرونو پرېوتو له امله رامنځته شوې.

چارواکو خبرداری ورکړی، چې د یاد ایالت په ځینو برخو کې لا هم سخت باران او تندر لوېدنې دوام ولري.

د بېهار د ناورینونو مدیریت وزیر ویجی کمار ماندال ویلي، له ګواښ سره مخ ولسوالیو ته سپارښتنه شوې چې خلکو ته د برېښنا د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي او د خوندیتوب لازم ګامونه هم پورته کړي.

نور خبرونه

رادیو