وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ایران حکومت د حزبالله وسلهوالې ډلې ته د توغندیو استول پیل کړي او هڅه کوي چې نور پوځي تجهیزات هم له عراق څخه سوریې ته ولېږدوي.
یادې ورځپاڼې لیکلي، ایران خپلو هڅو ته دوام ورکړی؛ ترڅو د منځني ختیځ په کچه وسلهوالې ملېشې او متحدې ډلې مجهز کړي.
د راپور له مخې؛ تهران غواړي د حزب الله په څېر خپلې سیمهییزې نیابتي ډلې د خپلو سټراټېژیکو موخو لپاره لا ځواکمنې کړي.