اوکراین د خپلو پوځي چارواکو پر وړاندې د هنګري بندیزونه بې‌اساسه او د سپکاوي وړ بللي دي

۸ ساعتونه مخکې

د اوکراین بهرنیو چارو وزیر د هنګري هغه پرېکړه، چې درې اوکرایني پوځي چارواکي یې خپل هېواد ته له ننوتلو منع کړي، بې‌اساسه، سپک کوونکې او د سیاسي لوبو یوه برخه بللې ده.

کیف ویلي، چې د هنګري دا کړنه د روسیې له دریځ سره همغږي لري او خبرداری ورکوي چې مناسب ځواب به ورکړي.

سیبیا په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: « د هنګري دا پرېکړه، چې درې اوکرایني پوځي چارواکي یې خپل هېواد ته د ننوتلو څخه منع کړي، بې‌اساسه او بې‌مانا ده.

هغه زیاته کړې، « موږ د هنګري له خوا دا ډول سیاسي لوبې نه منو، او د خپلو پوځيانو پر وړاندې دا ډول سپکاوی نه زغمو. اوکراین خپل حق خوندي بولي چې په مناسب ډول ځواب ووايي.»

د راپورونو له مخې، د هنګري لومړي وزیر ویکټور اوربان د روسیې د پروپاګند ملاتړ کړی، او په اروپا کې د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین له مهمو متحدینو ګڼل کېږي.

د یوروپین پراودا د جولای ۱۷راپور وايي، هنګري درې اوکرایني پوځي چارواکي، ډګروال ویتالي تکاچینکو، برید جنرال وولودیمیر شېودیک، او ډګروال رومان یوزوېنک، خپل هېواد ته د ننوتو څخه منع کړي دي.

نور خبرونه

رادیو