پر مسکو د اروپايي ټولنې د نویو بندیزونو په غبرګون کې د روسیې د امنیت شورا مرستیال دېمتیري مېدوېدېف ویلي، مسکو به د د اروپايي ټولنې د نویو بندیزونو پر وړاندې مقاومت وکړي او ورسره جوخت به پر اوکراین خپلو بریدونو ته زور ورکړي.
مېدوېدېف نن د جمعې په ورځ په خپل رسمي ټېلېګرام کې لیکلي چې د اروپايي ټولنې دغه نوي بندیزونه به هم د پخوا په څېر د روسیې پر دریځ هېڅ اغېز ونکړي.
د مېدوېدېف دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې اروپايي ټولنې د روسیې پر ضد د بندیزونو اتلسمه بسته هم تصویب کړه او پکې د روسیې د نفتو او انرژۍ سکتورونه په نښه شوي دي.
د امریکا ولسمشر هم د تېرې دوشنبې په ورځ روسیې ته خبرداری ورکړ که په ۵۰ ورځو کې له اوکراین سره سولې ته غاړه کېنږدي نو اوکراین ته به د نورو وسلو د استولو بهیر پیل کړي او پر مسکو به نور بندیزونه هم ولګوي.